تل ابیب د حزب الله تر برید لاندې/ د «فاتح ١١٠» زرګونه توغندي توغول ته چمتو دي

کابل- ایرنا- یوې عربي رسنۍ په تل ابیب کې د حزب الله له خوا ویجاړونکي برید ته په اشارې سره په دې برخه کې د اسلامي مقاومت اهداف ته ړنا واچوله.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، رای الیوم نن چهارشنبه د لړم ۳۰ مه د حزب الله او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د جنګ د زیاتیدو په اړه په یوه مقاله کې وویل: وروسته له دې چې صهیونیسټی رژیم د حزب الله د رسنیو مسوول محمد عفیف ووژل او بیروت یې په نښه کړ، حزب الله یو ځل بیا په تل ابیب حمله وکړه؛ حزب الله یو ځل بیا تل ابیب د بیروت په نښه کولو او اسرائیلو ته د توند ځواب ورکولو لپاره چې په تیرو ورځو کې یې د اور وژنې، بریدونو او ویجاړیو په شدت سره د خپلو غوښتنو د تحمیلولو هڅه کړې ده، د اور په لمبو کې واچوله.

 دغې عربي رسنۍ لیکلي: حزب الله د صهيونېسټ رژيم د پلازمېنې په زړه کې د اور توپ راوګرځولې او يو مهم پېغام يې ولېږه چې په هره شېبه کې د تل ابيب د اور لاندې کولو توان لري او دا هغه پېغام ؤ چې تل ابيب پرې ډېر ښه پوهېده.

 رای الیوم راپور ورکړ: که څه هم تل ابیب له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلی، خو نوی برید ځکه ډېر مهم دی، چې حزب الله د فاتح ۱۱۰ توغندی کارولی، چې په تل ابیب کې یې ستر ویجاړی رامنځته کړی او په اسراییلو کې یې بې ساري ویره او وحشت رامنځته کړی دی.

 دغې رسنۍ لیکلي: د فاتح ۱۱۰ توغندی د روان کال د نومبر میاشتې په شپږمه نیټه د لومړي ځل لپاره میدان ته داخل شو او یو ډول ټکی وهل توغندی دی چې په ډیر دقت سره د مهمو هدفونو په بمبارولو کې کارول کیږي. د دغه توغندی سرګلولې ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن لري او ۸.۸ متره اوږدوالی لري او ۳۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي.

دا توغندی لوړ ویجاړونکی ځواک لري او د ثابت یا ګرځنده پلیټ فارمونو څخه توغول کیدی شي او د جامد تیلو سره کار کوي. فاتح ١١٠ توغندی له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی توغندی دی چې د مهمو هدفونو په وړاندې کارول کیږي چې دقیقیت یې ١٠ مترو ته رسیږي. د حزب الله د دې توغندیو د زېرمو شمېر ١٢ زره ته رسېږي.

 رای الیوم خبر ورکړی: حزب الله په تیرو څو ساعتونو کې د دغه ډول توغندیو زیات شمیر چمتو کړی دی او په سیمه کې د نویو حالاتو او د خبرواترو د بهیر له مخې به د پوځی قوماندې له فیصلې سره سم به یې وغورځوی.  ښکاره خبره ده چې د لبنان مقاومت غواړي ووايي چې موږ له هرډول اوربند مخکې په میدان کې برلاسي یو او په عین حال کې دا پیغام هم ورکوي چې حزب الله چمتو دی چې جګړه پراخه کړي که مذاکرات له ماتې سره مخ شي او اسرائیل نور هم په شا شي. 

 د ایرنا د خبر له مخې، د صهیونیسټ رژیم پوځ د دوشنبې په سهار د لبنان د جنوب په مختلفو سیمو پراخ بریدونه پیل کړل چې تر اوسه پورې دوام لری.

 د لبنان حزب الله په دغه هیواد کې د ملکیانو د هدفونو په باره کې غلی نه دی پاتې شوی بلکې له لومړیو شیبو څخه یې د اشغال شویو فلسطین په شمال کې د صهیونیسټانو د مرکزونو او میشت ځایونو په خلاف ګڼ شمیر عملیات په خپله اجنډا کې شامل کړی دی او په تیرو ورځو او ساعتونو کې یې د صهیونیسټی پوځیانو په مرکزونو په سلګونو توغندی ویشتلی دی او په عین حال کې یې په ځمکنیو جګړو کې د اشغالګرو د عسکرو او زغره والو تجهیزاتو ښکار ته دوام ورکړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .